ډېر لوستل شوي

تل‌ابیب کې د خطر زنګونه وهل شوي

د اسراییل د کورني جبهې ادارې اعلان کړی، چې په تل‌ابیب ښار کې د خطر زنګونه (سایرنونه) وهل شوي دي.

الجزېرې خبري شبکې د چارواکو په حواله ویلي، دا زنګونه د احتمالي ګواښونو له امله فعال شوي او له خلکو غوښتنه شوې چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی، چې ایران په ورورستیو بریدونو کې د اسراییل بېلابېل او مهم ښارونه په نښه کړي دي.

اړوند خبرونه