ډېر لوستل شوي

قطر کې د چورلکې لوېدو پېښه؛ اووه کسان پکې مړه شوي

د ترکیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په قطر کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله اووه کسان مړه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو ترک سرتېري او د ترکیې د دفاعي شرکت «آسل‌سان» دوه کارکوونکو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز راپورونه ښيي، چې په همدې پېښه کې څلور قطري پوځیانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکو ویلي، چې د پېښې د دقیق لامل د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

اړوند خبرونه