د ایران له لوري د اسراییل په جنوب کې پر دوو ښارونو د توغندیزو بریدونو له امله تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د اسراییل د روغتیايي چارواکو ویلي، چې یوازې عراد ښار کې د توغندي لګېدو له امله ۷۰ کسان ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې، یو بل توغندی د دیمونا ښار پر یوې ودانۍ لګېدلی چې له امله یې له ۳۰ زیات کسان پکې ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې یاد ښار د یوه مهم اټومي څېړنیز مرکز ته نږدې موقعیت لري.

