د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) پخوانی افسر وایي، چې ایران به د بهرنیو فشارونو پر وړاندې تسلیم نه شي او د دغه هېواد نظامي جوړښتونه له مخکې څخه په دقیق ډول طرحه شوي دي.
ایسنا خبري اژانس د یاد افسر په حواله ویلي، چې د ایران سپاه پاسداران په ډېر هوښیار او منظم ډول عمل کړی او خپل عملیات یې د پیچلو او څو پوړیزو خپلواکو واحدونو له لارې تنظیم کړي دي. د هغه په وینا، دا ډول جوړښتونه د اوږدمهاله پلانونو پر بنسټ ولاړ دي او په بحراني حالاتو کې اغېزناک رول لوبولی شي.
دې افسر همداراز د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې کړې او هغه یې «نامتعادل او بېپروا» بللی دی. د هغه په خبره، ټرمپ د ایران د شاوخوا ۹۰ میلیونه وګړو د کړاو او وضعیت پروا نه لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري.

