د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چې هرمز تنګی لا هم پرانېستی دی او د کښتیو تګ-راتګ په رسمي توګه نه دی بند شوی.
تسنیم خبري اژانس د عراقچي په حواله ویلي، د کښتیو د تګ- راتګ ځنډ له روانې جګړې د بیمې شرکتونو د وېرې له امله رامنځته شوی دی.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د ګواښ پر ځای باید متقابل درناوی وشي او زیاته کړې یې ده، چې د سمندري تګ-راتګ ازادي د سوداګرۍ له ازادۍ پرته امکان نه لري.
دا څرګندونې په داسې حال کېږي، چې په سیمه کې سیاسي او اقتصادي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

