د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا ادعا کړې، چې دوی له ايران سره د خبرو اترو په حال کې دي او ايرانيان غواړي له امريکا سره يو جوړجاړي ته ورسېږي.
نوموړي په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ويلي، چې ايران د جګړې د پايته رسېدو په موخه له مناسبو کسانو سره خبرې اترې کوي.
ټرمپ زياته کړې: “دقيقآ موږ له مناسبو کسانو سره خبرې کوو او هغوی له موږ سره دومره خبرو کولو ته لېوالتيا لري، چې تاسو يې فکر هم نه شی کولی.”
د يادونې وړ ده، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له مريکا سره هر ډول جوړجاړی او خبرې اترې رد کړې دي.

