ډېر لوستل شوي

لغمان کې تېر کال د ۷۷ میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې

د لغمان ولایت مقام خبر ورکړی چې تېر ۱۴۰۴ کال د یاد ولایت ټولګټو ریاست د ۷۷ ميليون افغانیو په لګښت ۵ بېلابېلې پروژې  پلې کړې دي.

امید راډیو ته په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې پروژې د ټولګټو وزارت له بودیجې پلې شوې چې درې یې بشپړې شوې او د دوو نورو چارې یې روانې دي.

د خبرپاڼې له مخې: “په دغو پروژو کې له استحکام پل څخه تر درونټې پورې د کابل – جلال آباد عمومي سړک بیارغونه، الینګار ولسوالۍ کې د کندې پل د پاتې چارو بشپړول، الیشنګ ولسوالۍ زرکمر سیمه کې د استنادي ديوالونو او شمسه خیلو کې د پل جوړول، مرکز مهترلام «ده زیارت» کلي کې د موټریز پل جوړول شامل دي.”

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په دې کې د دوو نابشپړو پروژو چارې به ژر بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.  د یادولو ده چې په دغو پروژو کې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې او زرګونه کسان د سیلابونو له ګواښ خوندي شوي دي.

اړوند خبرونه