په جینوا کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان پوځي رژیم له لوري په افغانستان کې د ملکي تاسیساتو په نښهکېدو له امله عامو افغانانو ته پر اوښتې مرګژوبلې اندېښنه ښودلې، او له دواړو لوریو یې د اوربند غځېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرۍ په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال د فبروري له ۲۶مې راهیسې په افغانستان کې ۷۶ ملکي وګړي «وژل» شوي، ۲۱۳ ټپیان او له ۱۱۵ زرو ډېر خلک بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز ویلي چې پاکستان داسې باوري شواهد نه دي خپاره کړي چې د دوی په خاوره کې دې د «ټي ټي پي» بریدونه د افغان چارواکو لخوا رهبري شوي وي.
په راپور کې همداراز د پاکستان پوځي رژیم ته په اشارې ویل شوي چې د زور غیرقانوني کارول په دې معنا دي چې پاکستان د ټولو هغو کسانو د ژوند کولو بشري حق تر پښو لاندې کړی دی چې د دغو بریدونو له امله وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ملکي وګړو په نښه کول له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه بللې، او ټینګار یې کړی: “دواړه خواوې باید د هغو شخړو سولهییز حل ولټوي چې نړیوال امنیت له خطر سره مخ کوي.”
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرۍ په راپور کې د عدالت نړیوالې محکمې له لوري د پاکستان پوځي رژیم هغه دلیلونه رد شوي چې یوازې د دوی په خاوره کې د وسلهوالو ډلو شتون پر بل هېواد برید د ځان حق وبولي. کارپوهانو له پاکستان او افغانستان څخه غوښتي چې د فبروري په وروستیو کې د جګړې له پیلیدو او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د اوربند له ماتېدو وروسته نوی اوربند اعلان کړي او د سولې موافقې ته ورسیږي.

