ډېر لوستل شوي

عراقچي: له افغانستانه د ایراني وګړو د انتقال په برخه کې منندوی یو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په نورو هېوادونو کې بند پاتې ايراني وګړو د را اېستلو په برخه کې د افغانستان حکومت له همکاريو مننه کړې ده.

عراقچي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې یو شمېر ایراني وګړي چې په متحده عربي امارات کې بند پاتې وو، افغانستان ته انتقال او له هرات لارې ايران ته لېږل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د افغانستان له لوري شوې همکاري د قدر وړ ده او دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا سبب ګرځي.

اړوند خبرونه