ډېر لوستل شوي

قالیباف: امریکا د سیمې یو هېواد په همکارۍ د ایران د یوې ټاپو د اشغال هڅه کوي

د ایران د مجلس شورا رییس محمد باقر قالیباف وایي، چې امریکا د سیمې له یوه هېواد سره په ګډه د ایران د یوې ټاپو د اشغال پلان لري او خبرداری ورکوي، چې تهران به هر ډول ګواښ ته سخت ځواب ورکړي.
نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه ټينګار کړی، چې ایران د خپلو دښمنانو ټول تحرکات تر څار لاندې نيولي او سخت ځواب به ورکړي.
هغه خبرداری ورکړی، که هر هېواد د ایران د ټاپوګانو د اشغال په موخه اقدام وکړي، تهران به د هغه هېواد ټول حیاتي بنسټونه له محدودیت پرته په نښه کړي او سخت بريدونه به پرې وکړي.
په ورته وخت کې، د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، که د ایران پر جنوبي سیمو برید وشي، نو د یمن د انصارالله له لوري به د «باب‌المندب» په سیمه کې نوې جبهه پرانیستل شي.
راپور د یوې سرچینې له قوله زياته کړې، که دښمن د ایران په ټاپوګانو کې ځمکني عملیات پیل کړي، نو ایران به د حیرانوونکو اقداماتو له لارې نورې جبهې هم پرانیزي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د امریکا سلګونه تازه دمه سمندري ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شي.

اړوند خبرونه