د پاکستان د هوايي چلند چارواکو ټولو بهرنیو هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې دې هېواد ته د راتګ پر مهال دې د بېرته تګ لپاره لازم تېل هم له ځان سره راوړي.
جينيوز د پاکستان هوايي ډګرونو ادارې د تازه خبرتيا په حواله ويلي، چې د دې پرېکړې له امله ځینې الوتکې له تخنیکي ستونزو سره مخ شوې او يوه بهرنۍ الوتکه اړ شوې چې له کراچۍ څخه د دوحې پر لور د سفر پر مهال د سونتوکو د اخیستو لپاره مسقط کې ناسته وکړي.
همداراز ویل شوي، د اضافي تېلو د انتقال له امله ځینې بهرني هوايي شرکتونه اړ شوي چې د مسافرو سامان او کارګو کم کړي، څو د الوتنې تخنیکي توازن وساتل شي.

