اوکراین او سعودي عربستان د دوهاړخیزو دفاعي همکاریو یو مهم تړون لاسلیک کړی، چې موخه یې د راتلونکو پوځي قراردادونو، ټکنالوژیکو همکاریو او ګډو پانګونو لپاره زمینه برابرول دي.
رویټرز په خپل راپور کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي په حواله ویلي، کېیف چمتو دی چې له سعودي عربستان سره خپلې دفاعي تجربې او پرمختللي سیسټمونه شریک کړي.
راپور زیاتوي، چې اوکراین په دې وروستیو کې له ۲۲۰ څخه ډېر پوځي او تخنیکي متخصصین منځني ختیځ ته استولي، څو د ډرون بریدونو د مخنیوي او د مهمو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې مشورې او عملي تجربې شریکې کړي.

