ډېر لوستل شوي

حاکان فېدان: اسراییل د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله شخړې هڅه کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فېدان وايي، اسراییل هڅه کوي چې د سیمې اسلامي هېوادونه په اوږدمهاله شخړه کې له یو بل سره ښکېل کړي.

نوموړي له یوې ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې دا یو خطرناک بهیر دی او د سیمې ثبات ته زیان رسولی شي.

فېدان په ايران سربېره ټولو اسلامي هېوادونو ته سپارښتنه کړې، چې د اسراییل په دې دام کې ونه لوېږي او له احتیاط څخه کار واخلي.

اړوند خبرونه