ډېر لوستل شوي

د ایران توغندیزو بریدونو کې د امریکا ۱۰ سرتېري ټپیان او څو الوتکې زیانمنې شوې

عربي او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ایران د عربستان په شهزاده سلطان هوايي اډې چې د امریکايي ځواکونو مهم مرکز بلل کېږي، تازه توغندیز او ډرون الوتکې برید کړی.

 یادې رسنۍ زیاتوي، چې د دې بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي او څو پوځي الوتکې یې زیانمنې شوې دي.

د راپورونو له مخې، امریکايي چارواکو منلې، چې د ټپیانو له ډلې د دوو سرتېرو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دا برید په داسې مهال شوی، چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه لا هم دوام لري او اوس په خلیج هېوادونو کې د امریکا مهمې پوځي اډې هم تر مستقیمو بریدونو لاندې راغلې دي.

اړوند خبرونه