د یمن حوثي وسلهوالو ځواکونو خبرداری ورکړی، چې که د ایران پر وړاندې بریدونه دوام ومومي، دوی به ژر په مستقیم ډول پوځي مداخله وکړي.
د يادو ځواکونو ویاند یحیی سریع ويلي، چې د امریکا او اسراییل لهخوا پر ایران او د سیمې پر نورو هېوادونو روان بریدونه د سیمې او نړۍ ثبات ته جدي ګواښ دی.
سريع ټینګار کړی، چې د هر ډول نويو ائتلافونو جوړېدل، یا د سره سمندر له لارې د ایران پر ضد پوځي اقدامات، به د یمن له سخت غبرګون سره مخ شي.
همداراز، یمني ځواکونو د دغو بریدونو د سملاسي بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د غزې تړون عملي کولو او پر یمن د بندیزونو پای ته رسول اړین دي.

