ډېر لوستل شوي

پر لبنان د اسراييل بريدونه؛ شپږو ايراني ډيپلوماټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په لبنان کې د اسراییل د بریدونو له امله د ايران شپږو ډیپلوماټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاد وزارت په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد ډیپلوماتان په بیروت کې په خپل هستوګن‌ځای کې تر برید لاندې راغلي دي.

ایران دا پېښه «د ایراني ډیپلوماټانو جنایتکارانه ترور» بللی او غندنه یې کړې ده.

دا برید داسې مهال شوی، چې څو ورځې وړاندې لبنان په بیروت کې د ایران د نوي سفیر باورلیک منلی و.

اړوند خبرونه