ډېر لوستل شوي

یمن د ایران په ملاتړ جګړې ته ودانګل؛ حوثيانو یو ډله بالسټیک توغندي په اسرائیلي اهدافو ویشتلي

د یمن د حوثي وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع تازه خبر ورکړی، چې یمن په مستقیم ډول د ایران په ملاتړ جګړه پیل کړه او په اسرائیلي اهدافو یې یوه ډله بالسټیک توغندي وویشتل.

یحیی سریع ویلي، چې دا بالسټیک توغندي د اسرائیلو (اشغالي فلسطین) په مهمو او حساسو هدفونو لګېدلي او زیانونه یې اړولي دي.

نوموړي امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی: ” تر هغو چې په فلسطین، ایران، عراق او لبنان کې پر مسلمانانو بریدونه روان وي، زموږ غچ‌اخیستونکي عملیات به لا سخت شي.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه د یمن د حوثي وسله‌والو ځواکونو ګواښ وکړ، که چیرې پر ایران بریدونه زیات شي، مستقیمه پوځي مداخله به وکړي.

اړوند خبرونه