د ايران مرکزي قرارګاه «خاتمالانبیا» ویاند ابراهیم ذولفقاري ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو بېتعادله او دروغجن شخص دی چې د امریکا، اروپا او د نړۍ، په ځانګړې توګه د لوېدیځې اسیا هېوادونو خلکو ته يې زیانونه اړولي دي.
ذولفقاري زیاته کړې، چې د ټرمپ پالیسۍ د سیمې د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل شوې او ګڼې منفي پایلې یې لرلې. د ايران مرکزي قرارګاه «خاتمالانبیا» ویاند دا توند غبرګون په داسې مهال کېږي، چې امريکايي چارواکو د پنټاګون په حواله په ايران کې د څو اوونيو د احتمالي ځمکنيو عملياتو د چمتووالي له نيولو خبر ورکړی وو.

