د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي، غير خوراکي او سون توکو په برخه کې د همکارۍ یو شمېر هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
ياد وزارت وايي، چې دا هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو ناستو او کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شوي، چې پکې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی او د نمنګان والي شوکت عبدالرازقوف هم ګډون درلود.
په دې ناسته کې ښاغلي عزیزي د اوزبيکستان له همکاريو مننه کړې او په سوداګرۍ او پانګونې برخه کې یو باوري شریک بللی دی.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفو په برخه کې هوکړه شوې، چې له مخې یې اوزبیکستان د افغانستان د ۸ قلمه صادراتي توکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.
بلخوا، د نمنګان والي د خپل ولایت صنعتي او تولیدي فعالیتونه مهم بللي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان ثبات د اوزبیکستان په ګټه هم دی، او ګډ اقتصادي فعالیتونه کولی شي دواړه هېوادونه لا نږدې کړي.

