ډېر لوستل شوي

زلېنسکي: روسیې په یوه اوونۍ کې ۳ زره ډرونونه او لسګونه توغندي کارولي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ویلي، چې روسي ځواکونو یوازې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې پر اوکراین څه باندې ۳ زره بې‌پیلوټه الوتکې، نږدې ۱۴۵۰ هدایت شوي بمونه او شاوخوا ۴۰ بېلابېل توغندي کارولي دي.

زلېنسکي ټینګار کړی، چې روسيې نه یوازې جګړه کمه کړې نه ده، بلکې هڅه کوي دا جګړه نوره هم وغځوي او د نړیوالې بې‌ثباتۍ لامل شي.

زلېنسکي زیاته کړې، دا ډول بریدونه ښيي چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو نیت نه لري او پر اوکراین هغه ډول ډرونونه کاروي چې په منځني ختیځ کې هم کارول شوي دي. هغه له نړیوالو غوښتي، چې د جګړې د درولو لپاره ګډ، پرېکنده او همغږي اقدامات وکړي او عصري دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي.

اړوند خبرونه