د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، کیوبا یو ناکام او ګډوډ هېواد دی او ډېر ژر به له اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ شي.
نوموړي دا څرګندونې د یوې خبري پوښتنې په ځواب کې زياته کړې، چې دا هېواد به په لنډ وخت کې سقوط وکړي او امریکا به هلته د مرستې لپاره چمتو وي.
د ټرمپ په وینا، امریکا به د خپلو کیوبایي الاصله وګړو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې کیوبا له اقتصادي ستونزو او سیاسي فشارونو سره مخ ده، او دا وضعیت د نړیوالو سیاستوالو او د کیوبایي الاصله ټولنې لپاره مهم بلل کېږي.

