ډېر لوستل شوي

لوېدیځې رسنۍ: ټرمپ غواړي له ایران سره د هرمز تنګي تر پرانیستل کېدو مخکې جګړه پایته ورسوي

په داسې حال کې چې د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د جګړې لمبې ورځ تر بلې تودېږي، ځینو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي دا جګړه حتا د هرمز تنګي له بېرته پرانیستل کېدو مخکې پای ته ورسوي.

د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د ځانګړي راپور له مخې، ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې د جګړې ختمول ورته تر هر څه مهم دي، حتا که د هرمز تنګی سم‌لاسي بېرته پرانیستل هم نه شي. د راپور پر بنسټ، نوموړي د دې مهمې بحري لارې د پرانیستل کېدو موضوع راتلونکې او یا د نورو هېوادونو همکارۍ ته پرېښې ده.

دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د هرمز تنګي تړل کېدو د نړیوالو انرژۍ بازارونو او سوداګرۍ په اړه پراخې اندېښنې راپارولي دي. ټرمپ تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د لوېدیځو رسنیو دا راپور د جګړې د احتمالي سیاسي حل په اړه نوې پوښتنې راولاړې کړې دي.

اړوند خبرونه