د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي او د هرمز تنګي د خلاص ساتلو مسوولیت به هغو هېوادونو ته پرېږدي، چې ترې مستقیمه ګټه اخلي.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی، چې ټرمپ په تازه څرګندونو کې پر خپلو متحدینو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې هغوی د امریکا له هڅو کافي ملاتړ نه دی کړی.
نوموړي په تنده لهجه زیاته کړې: “خپل تېل خپله پیدا کړئ.”
د هغه دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د امریکا د احتمالي شاتګ په اړه بېلابېلې پوښتنې راپورته شوې دي.

