د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تهران د واشنګټن پر ضد د جګړې د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره کومې هوکړې ته اړتیا نه لري او دا شرط لازمي نه دی.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ټینګار کړی، چې امریکا کولای شي په راتلونکو دوو یا درېیو اوونیو کې پر ایران خپل بریدونه پای ته ورسوي او له دې جګړې ووځي.
د ټرمپ دا لومړی ځل نه دی چې داسې څرګندونې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د ایران پر وړاندې ضد او نقیض څرګندونې کړې دي.

