د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ټلېفوني خبرې کړې دي.
په دې ټلېفوني خبرو کې رجب طيب اردوغان ويلي، چې ترکيه د ايران پر وړاندې د امريکا او اسراييلو له لوري ترسره کېدونکي بريونه نه مني، او نه هم د تهران له لوري د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې احتمالي غچاخيستونکو اقداماتو ملاتړ کوي.
د اردوغان د دفتر په خپور شوي بیان کې راغلي، نوموړي ټینګار کړی چې ترکیه له ټولو لورو سره خپلې اړیکې د سولې او ثبات پر محور پر مخ وړي، څو د جګړې د پراختيا مخه ونیول شي. همداراز ترکیې له دې وړاندې څو ځله خبرداری ورکړی، چې پر ایران روان بریدونه باید ودرول شي، ځکه د دې اقداماتو دوام کولای شي په سیمه کې د پراخو او خونړیو نښتو لامل شي.

