ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي: د افغانستان بهرنی سياست پر متوازن او اقتصادمحوره پالیسي ولاړ دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» په غونډه کې ویلي، د افغانستان بهرنی سياست پر متوازن او اقتصادمحوره تګلاره ولاړ دی.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې دا سیاست پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او ګډو د همکاریو په چوکاټ کې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره اړیکو ته ځانګړې پام‌لرنه کېږي.

د بهرنيو چار وزير په وینا، د منځنۍ اسیا هېوادونه په دې پالیسۍ کې ځانګړی ځای لري او هڅه کېږي، چې ورسره اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي.

د ويلو ده، چې کابل نن د «افغانستان او منځنۍ اسيا د مشورتي خبرو اترو» د غونډې کوربه دی، چې د اوزبيکستان، تاجيکستان، قزاکستان، ترکمنستان او قرغيزستان هېوادونو استازو پکې ګډون کړی دی.

اړوند خبرونه