ډېر لوستل شوي

د امريکا کانګرېس غړې: ټرمپ د ملي امنيت لپاره ګواښ دی او بايد ګوښه شي

د امریکا د کانګرېس غړې یاسمین انصاري د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد سختې نیوکې کړې او د هغه د لرې کولو لپاره یې د اساسي قانون د ۲۵م تعدیل د کارولو غوښتنه کړې ده.
نوموړې ټرمپ «یو خطرناک او د ملي امنیت لپاره ګواښ» بللی او زياته کړې يې ده، چې یاد تعدیل د همدې ډول حالاتو لپاره په اساسي قانون کې شامل شوی دی.
انصاري همداراز د امریکا له لوري د شریف تخنیکي پوهنتون پر برید نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا یو مهم علمي بنسټ دی چې ګڼ شمېر انجنیران یې روزلي او په نړیواله کچه یې په ټکنالوژۍ کې مهم رول لوبولی دی.
هغې پوښتنه کړې، چې ولې په داسې ښار کې چې میلیونونه وګړي پکې ژوند کوي، پر یو علمي مرکز برید ترسره کېږي.

اړوند خبرونه