عمان ویلي، چې له ایراني چارواکو سره یې د هرمز تنګي له لارې د لېږد د ډاډمنولو په اړه مهمې خبرې کړې دي.
د مسقط په وینا، د دواړو لوريو کارپوهانو په ګډه غونډه کې بېلابېل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي، چې اوس یې عمان د لا ارزونې په حال کې دی.
په ورته مهال، متحده عربي اماراتو خبر ورکړی، چې د هرمز تنګي د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا په مشرۍ له هر ډول هڅو سره یوځای کېدو ته چمتو دی.
د یاد هېواد د ولسمشر سلاکار انور محمد قرقاش ویلي، چې د جګړې پر مهال د ګاونډیو هېوادونو په نښه کېدل په منځني ختیځ کې د امریکا او اسراييلو نفوذ لا پیاوړی کړی دی.

