ډېر لوستل شوي

امنیت شورا د هرمز تنګي د خوندیتوب لپاره د پرېکړه‌لیک پر مسوده رایه ورکوي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا راپور ورکړی، چې ياده شورا به نن په هرمز تنګي کې د بېړيو د تګ‌ــ‌راتګ خونديتوب او د سيمه‌ييز تاوتريخوالي کمولو په تړاو د يوه پرېکړه‌ليک پر مسودې رايه اچونه وکړي.

په ياده مسوده کې د تنګي له لارې په سوداګري کې له ښکېلو هېوادونو غوښتل شوي، چې بېړیو د ساتنې لپاره ګډ دفاعي اقدامات ترسره کړي او د سمندري امنیت د ټینګښت لپاره همغږي زیاته کړي.

همداراز، له ایران څخه هم غوښتل شوي، چې د بېړیو پر وړاندې بریدونه او د هرمز تنګي د تګ‌ــ‌‌راتګ د بندولو هڅې سم‌لاسي ودروي. پر دې سربېره، امنیت شورا ټینګار کړی، چې د ملکي بنسټونو لکه د اوبو، انرژۍ او نفتو پر تاسیساتو هر ډول بریدونه باید ودرول شي، څو د سیمې کړکېچ لا پسې پراخ نه شي.

اړوند خبرونه