اسراييلي پوځ ايراني وګړو ته تازه خبرداری ورکړی، چې عام وګړي دې د راتلونکې شپې تر نهه بجو پورې د اورګاډي له سفرونو او رېلپټلۍ کرښو له شاوخوا ګرځېدو څخه ډډه وکړي.
ياد پوځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د اورګاډو قطارونو یا د رېلپټلۍ له کرښو سره نږدې پاتې کېدل به ورته جدې ستونزه رامنځته کړي.
په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دا خبرداری د ايرانيانو د امنیت د خونديتوب لپاره ورکړل شوی او باید ټول مسافر تر يادې مودې پورې له سفر څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې پر ایران د امریکا ـ اسراییلو لوی احتمالي برید ته یوازې څو ساعتونه پاتې دي.

