ډېر لوستل شوي

پزشکيان: ۱۴ میلیونو ایرانیانو خپل ژوند د هېواد دفاع لپاره قربانۍ ته چمتو کړی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وايي، تر دې مهاله ۱۴ میلیونه ایرانیانو چمتووالی ښودلی چې خپل ژوند د هېواد د دفاع لپاره قربان کړي.

پزشکيان له ياد شمېر ايرانيانو سره په ګډه خپل چمتووالی هم ښودلی دی.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي: “زه هم دې قربانۍ ته چمتو وم، يم او بيا به هم يم.”

دا په داسې مهال ده، چې د اسراييلو پوځ ايرانيانو ته خبرداری ورکړی، چې عام وګړي دې د راتلونکې شپې تر نهه بجو پورې د اورګاډي له سفرونو او رېل‌پټلۍ کرښو له شاوخوا ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

اړوند خبرونه