اسراییلو د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند ملاتړ کړی، خو ویلي یې دي چې پر لبنان به خپل پوځي بریدونه نه دروي.
د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر ویلي، دوی له هغې هوکړې ملاتړ کوي چې له مخې یې پر ایران د بریدونو درولو هڅه کېږي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا دریځ نن په یوه رسمي بیان کې څرګند شوی دی.
سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران او لبنان پر ضد د بریدونو د بندېدو یادونه کړې، خو اسراییلو ټینګار کړی، چې د لبنان پر ضد عملیات به یې همداسې دوام ولري.

