ډېر لوستل شوي

د هېواد محاکمو څه باندې ۸۷ زره حقوقي او جزایي دوسیو ته رسېدنه کړې

د سترې محکمې اړوند محاکمو د روان هجري قمري کال په لومړۍ ربع کې ۸۷ زره او ۱۱۴ حقوقي او جزایي دوسیې څېړلې او ورته یې رسېدنه کړې ده.

د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي چې په همدې موده کې د هېواد په کچه د سترې محکمې اړوند محاکمو له لوري ۴۹ زره او ۱۴۶ بېلابېلې شرعي وثیقې هم صادرې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د دغو وثیقو صادرول او قضایي دوسیو ته رسېدنه د خلکو د شرعي او حقوقي اړتیاوو د پوره کولو او د اسنادو د تنظیم او تثبیت په برخه کې د محاکمو د فعالیتونو ښکارندویي کوي.

اړوند خبرونه