د ایران د ملي امنیت عالي شورا له امریکا سره د دوه اوونیو لپاره د اوربند هوکړه تایید کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، تهران د سیمې پر امریکايي اهدافو د بریدونو درولو او د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ-راتګ د عادي کېدو هوکړه کړې ده.
عراقچي نن پر خپله اېکسپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، که پر ایران بریدونه ودرول شي، د دوی وسلهوال ځواکونه به هم خپل «دفاعي عملیات» ودروي.
نوموړي دا دریځ د ایران د ملي امنیت عالي شورا په استازیتوب اعلان کړی دی.

