د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د بلخ ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست تېر ۱۴۰۴ کال په یاد ولایت کې ۱۰۴ زره ۲۹۲ کسانو الکترونیکي او ۳۰ زره ۸۴۶ کسانو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې موده کې ۸ زره ۷۳۳ کسانو ته د ژوند پېښو او ۱۱ زره ۷۳۹ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د بلخ د احصايې او معلوماتو رییس، مولوي عبدالباري انقیادي له قوله لیکل شوي چې دا مهال هلته د الکترونیکي تذکرو درې وېشڅانګې او یو د آسان خدمت مرکز فعال دي او هره ورځ نارینه او ښځینه مراجعینو ته د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره بېلابېل خدمتونه وړاندې کېږي.
“په دې خدمتونو کې د مثنی الکترونیکي تذکرې وېش، تذکرې نويکولو، د الکترونیکي تذکرو د کارت پر مخ اصلاحاتو راوستو، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت شامل دي.”
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز ویلي چې تېر کال په دغه ولایت کې ځینې مهمې سروېګانې، د بلخ ولایت د ښار په کچه د ادرسموندنې سروې او د خوړو خوندیتوب سروې هم ترسره شوې دي.

