ډېر لوستل شوي

شهباز شريف د اوربند غوښتنه او که «مسوده» نشر کړې؟

د پاکستان لومړي وزير تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه د غوښتنې يو متن خپور کړی، چې پکې د اوربند «مسودې» نښه ښکاري.

دې متن په خواله رسنيو ګڼ غبرګونونه راپارولې او ښيي، چې پیغام له مخکې تیار شوی و او د خپرېدو پر مهال یې د «مسودې» نښه نه ده لرې شوې. امريکايي «فوربز» رسنۍ د شنونکو په حواله راپور ورکړی، له متن څخه ښکارې چې دا پیغام د شریف په خپل لاس نه وي لیکل شوی او ممکن د متحده ایالتونو یا اسراییلو له لوري برابر شوی وي.

اړوند خبرونه