ډېر لوستل شوي

تخار کې تېر کال نږدې ۹۳ زره د تابعیت تذکرې وېشل شوې 

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تخار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۹۲ زره او ۹۶۱ کسانو ته د تابعیت تذکرې وېشلې دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کې ۵۵ زره ۲۶ الکترونیکي او ۳۷ زره ۹۳۵ یې کاغذي تذکرې دي.

د خبرپاڼې له مخې: “همدارنګه په یاده موده کې د دې ریاست له‌خوا ۷ زره ۴۹۷ زېږون کارتونه او ۷۷۹ د مړینې پارچې وېشل شوې او ۶ زره ۱۷۰ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.”

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز لیکلي چې اوسمهال په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو دوې وېش څانګې فعالې دي چې د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره تر وېش وروسته (د تذکرې نوې‌کول او اصلاح، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت) خدمتونه هم وړاندې کوي.

اړوند خبرونه