ډېر لوستل شوي

“د پانګونې د مخنیوي هڅې روانې دي، خو فرصتونه زیاتوو”

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري وایي، د افغانستان مخالفین هڅه کوي چې په هېواد کې د پانګونې مخه ونیسي، خو اسلامي امارت هڅه کوي چې د پانګونې د جذب لپاره لا زیات فرصتونه رامنځته کړي.

د اميد راډيو خبريال د «افغانستان اقتصادي طلوع» په نندارتون کې د ښاغلي نظري له قوله ويلي، چې افغانستان دا مهال د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پام وړ ښې سوداګریزې اړیکې لري.

د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستيال په وينا، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې عصري کرنې او مالدارۍ ته وده ورکړي، څو افغانستان په دې برخه کې د نورو هېوادونو له احتیاجه خلاص شي.

اړوند خبرونه