د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند تر هوکړې وروسته یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلېفوني خبرې کړې دي.
مکرون پر خپله اېکسپاڼه د تهران او واشنګټن له دوه اوونیزه اوربند پرېکړې هرکلی کړی او له دواړو لوریو یې په لبنان کې هم د اوربند د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
د فرانسې ولسمشر په باور، که اوربند عملي نهشي، نو سیمه به له جدي ستونزې سره مخ شي.

