د اتحاد هوایي شرکت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې به د ابوظبي او کابل ترمنځ خپلې الوتنې ورځنۍ کړي.
یاد شرکت ویلي، د دې پرېکړې هدف د روان کال په پیل کې د مسافرو د لوړې غوښتنې پوره کول دي.
د اتحاد د عوایدو او سوداګریزو چارو رییس «آریک دي» ویلي، چې له مارچ راهیسې د کابل پر لاره د مسافرو غوښتنه پیاوړې او دایمي پاتې شوې ده.
د شرکت په وینا، ورځنۍ الوتنې به د سفر اسانتیا زیاته کړي او د کابل، ابوظبي او د اتحاد د نړیوالې شبکې ترمنځ به نښلونې لا قوي کړي.
اتحاد هوايي شرکت خپلې الوتنې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۰مه له کابل سره د اوونۍ څلورو الوتنو په پیل کړې وې.

