د امریکا متحدو ایالتونو یوه پوځي الوتکه د پاکستان په نور خان هوايي اډه کې ښکته شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې د امریکايي پلاوي ځانګړي موټر، امنیتي ساتونکي او پوځي تجهیزات لېږدول شوي دي.
د ويلو ده، چې ياده اډه د افغانستان او پاکستان پوځي رژيم د جګړې پر مهال د افغان هوايي ځواکونو له لوري په نښه شوې هم وه.
د امريکا دا پوځي الوتکه په داسې مهال د پاکستان په نور خان هوايي اډه کې ناسته کوي چې په پام کې ده، د ايران او امريکا ترمنځ د سولې پر سر په اسلاماباد کې مذاکرات پيل شي.

