ډېر لوستل شوي

د عمران خان ګوند خيبر پښتونخوا کې پراخه ولسي غونډه کوي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی، چې د روانې میاشتې په پای کې به په خیبر پښتونخوا کې یوه پراخه ولسي غونډه وکړي.

د راپورونو له مخې، تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې دا ګوند د وري په ۲۰مه په راولپنډۍ کې ولسي غونډه وکړي، خو په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو له امله وځنډېده.

د ياد ګوند بنسټ‌ګر عمران خان ویلي، چې د پاکستان د سولې هڅې باید ملاتړ شي، او همدا لامل و چې یاده غونډه وځنډول شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت په پېښور کې د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د ځانګړي ځواک د جوړېدو په موخه د نوم‌لیکنې کمپاین هم پیل شوی و.

اړوند خبرونه