ډېر لوستل شوي

سوډان کې د واده پر مراسمو ډرون برید؛ لږ تر لږه ۳۰ ملکي کسانو خپل ژوند بايللی

د ملګرو ملتونو سازمان راپور ورکړی، چې د سوډان د دارفور ولایت د کوتوم ښار د یوه واده په مراسمو کې د ډرون برید له امله لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ياد سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک دا بريد د ملکي وګړو پر وړاندې يو جدي او د سختې غندنې وړ اقدام بللی دی.

سیمه‌ییزو حقوقي بنسټونو او د مقاومت کمېټو د دې برید پړه د سوډان پر پوځ اچولې، خو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په سوډان کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او د ډرون بریدونو لړۍ هم پراخه شوې ده.

اړوند خبرونه