ډېر لوستل شوي

عزيزي: ایران د هرمز تنګي د امنیت لپاره له عمان سره د تړون حق لري

د ایران د پارلمان ملي امنیت کمېسیون رييس ابراهيم عزيزي ویلي، دوی کولای شي د هرمز تنګي د امنیت د خونديتوب لپاره له عمان سره یو تړون لاسلیک کړي.

عزيزي زیاته کړې، چې پر هرمز تنګي د کنټرول نظام د ایران د خلکو د حقونو پر بنسټ عملي کېږي او دا یوه ملي موضوع ده.

د نوموړي په وینا، له اړوند قانون تر تصویب وروسته به هرمز تنګی په بشپړه توګه د ایران د وسله‌والو ځواکونو تر هر اړخیز کنټرول لاندې راشي.

هغه ټینګار کړی، چې د ياد مسیر امنیت د ایران لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او د ساتنې لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

اړوند خبرونه