په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو تر مخه، په اسلاماباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او تر ۱۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.
«ډان» ورځپاڼې راپور وکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه کې د امنیت تر ټولو لوړه کچه یا «رېډ الرټ» اعلان شوې ده.
ویل کېږي، دا امنیتي تدابير د پوځ تر څار لاندې د رېنجرز ځواکونو، د اسلاماباد او پنجاب پولیسو په ګډه همغږۍ عملي کېږي.
د دې خبرو د امنیت د خونديتوب لپاره په اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو کې د دوو ورځو لپاره عمومي رخصتي هم اعلان شوې ده.
ځايي چارواکي وایي، د ښار مهمو سیمو ته تللې لارې په بشپړ ډول تړل شوې او یوازې محدود شمېر کسانو او چارواکو ته د تګــراتګ اجازه ورکړل کېږي.

