ډېر لوستل شوي

روسیې د امریکا او ایران خبرو ته هیله‌مندي ښودلې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام‌آباد کې د امریکا او ایران ترمنځ روانې خبرې به مثبتې پایلې ولري.

د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال الکساندر علیموف له قوله خبر ورکړی، چې مسکو هیله لري دا خبرې بریالۍ شي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، د مسکو راتلونکی ګام به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د همدې خبرو د پرمختګ او هر ډول احتمالي هوکړې پورې تړلی وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې پر سر مذاکرات پیل شي.

اړوند خبرونه