ډېر لوستل شوي

مولوي محمد خالد سجستاني: کابل کې ۴۵۰ کيلو مټره نوي سړکونه جوړ شوي

د کابل ښاروالۍ د ښاري او چاپېریالي چارو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وايي، چې د تېرو څلورو کلنو په ترڅ کې شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ او د ښار د پاکوالي لپاره بېلابېلې اغېزمنې کړنې ترسره شوې دي.

د اميد راډيو خبريال د «ښاروالي د لاسته راوړنو او فعاليتونو» په غونډه کې د ښاغلي سجستاني په حواله ويلي، چې د ښار د سمسورتيا په برخه کې هم د پام وړ اقدامات شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

سجستاني زیاته کړې، چې د ښاري ماسترپلان اړوند برخو کې هم مهم پرمختګونه شوي او هڅه شوې، څو ښاریانو ته د سرپناه په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي له ښاریانو غوښتي، چې له ښاروالۍ سره د ښار د لا پرمختګ او سمون په چارو کې همکاري وکړي.

اړوند خبرونه