د اسلاماباد په کوربهتوب د امریکا او ایران ترمنځ د سولې پر سر خبرې پرته له کومې پایلې او هوکړې پای ته ورسېدې.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو شاوخوا ۲۱ ساعته خبرې کړې، خو د اختلافاتو له امله له کومې پایلې پرته پایته رسېدلې او پلاوي یې هم خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال او د دغه هېواد د پلاوي مشر جيډي وېنس ایران تورن کړی چې د خپل اټومي پروګرام له غني کېدو لاس نه اخلي، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن لا هم د تهران مثبت ځواب ته په تمه دی.
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی امریکا پر «زیاتو او غیرقانوني غوښتنو» تورنه کړی او ویلي یې دي، چې تهران به د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له هرې وسیلې، په ځانګړي ډول ډیپلوماسۍ، کار اخلي.

