په داسې حال کې، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په اسلاماباد کې مذاکرات بېپايلې پای ته ورسېدل، د ایران د پارلمان رييس محمد باقر قالیباف ویلي، چې له مذاکراتو وړاندې یې د «ښه نېت او ارادې» ټینګار کړی و، خو د پخوانیو تجربو له امله پر مقابل لوري باور نهلري.
قاليباف پر خپله اېکسپاڼه څرګنده کړې، چې د ایران پلاوي په مذاکراتو کې مثبت او نوښتګر وړاندیزونه وکړل، خو مقابل لوری ونه توانېد چې د ایران باور ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې: “امریکا د ایران منطق او اصول درک کړي، خو اوس پرېکړه د واشنګټن په لاس کې ده، چې ایا د ایران باور ترلاسه کولی شي که نه؟” قالیباف ټینګار کړی، چې ایران به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هم د ډیپلوماسۍ او هم د ځواک له لارې هڅې دايمي وساتي.

