د امریکا د مرکزي پوځ قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د ډونالډ ټرمپ د فرمان پر بنسټ یې د ایران د ټولو سمندري بندرونو د کلابندۍ بهیر پیلوي.
سنټکام په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کلابندۍ به د دوشنبې په ورځ (اپرېل ۱۳مه) پیل شي او د ایران د بندرونو ټولې داخلېدونکې او وتونکې لارې به تر پوښښ لاندې راولي.
د یادې قوماندانۍ په وینا، دا کلابندۍ به په «بېطرفه» ډول پر ټولو هغو بېړیو تطبیق شي چې له بېلابېلو بندرونو له لارې ایران او عمان ته دننه کېږي او یا هم ترې وځي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو مذاکراتو د بېپایلې کېدو له امله سیمه کې اندېښنې زیاتې شوې دي.

